Language

د پاکستان له زندانونو نږدې دوه سوه افغان کډوال ازاد شول

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ۱۹۳ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال د غويي په ۲۵مه او ۲۶مه نېټو هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې د کندهار سپین‌بولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي چې یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر دوو ورځو بندیان وو.

د یاد وزارت د مطبوعاتي دفتر له قوله، دغه کسان له  ثبت او ړ بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې غويي میاشتې په ۲۲مه هم ۱۱۹ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.