Language

کندهار ښار کې ۶۵ ټنه تاریخ‌تېر خوراکي او غیرخوراکي توکي وسوځول شول

کندهار (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۴): د کندهار سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د کندهار ښار له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي ۶۵ ټنه بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر خوراکي او غیرخوراکي توکي راټول او وسوځول شول.

د کندهار ښاروالۍ ویاند سیف‌الله عاصم پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد توکي د یوه میاشتني کمپاین په ترڅ کې راټول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، د مستهلکینو د ملاتړ یاد کمېسیون له ۱۱ دولتي ادارو څخه جوړ شوی او هره اوونۍ درې ورځې د ښار په بېلابېلو برخو کې د پلټنو کمپاینونه ترسره کوي.

د عاصم په وینا، په دغو کمپاینونو کې د هغو دوکاندارانو او سوداګرو توکي ضبطېږي چې تاریخ‌تېر، بې‌کیفیته یا روغتیا ته زیانمن توکي پلوري، یا هم خوراکي او غیرخوراکي توکي د معیارونو خلاف ذخیره کوي.

د کندهار اوسېدونکي د دغه اقدام هرکلی کوي او له چارواکو غواړي چې دا ډول څارنې دوامداره وساتي څو د بې‌کیفیته او زیانمنو توکو مخه ونیول شي او د خلکو روغتیا خوندي پاتې شي.