Language

جو بایډن د پروستات پر سرطان اخته شوی

کابل (پژواک ۲۹ غویی ۱۴۰۴): د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن د پروستات پر سرطان اخته شوی او ناروغي یې پرمختللې ښودل شوې ده.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، د ۸۲ کلن جو بايډن د سرطان تشخيص وروسته له هغه شوی چې تېره اونۍ يې په ادرار کې د ستونزې له کبله ډاکټر ته مراجعه کړې وه.

د راپور له مخې، د بايډن د پروستات سرطان د ګليسن له نهو تر لسو درجو ښودل شوی چې د برېتانيا د سرطان د څېړنو بنسټ په وينا، دا “لوړې درجې” دي چې په چټکۍ د خپرېدو وړتيا لري.

سرچينې لیکلي چې اوس د بایډن دغه ناروغي هډوکو ته خپره شوې ده.

د بایډن دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، کورنۍ يې اوس د درملنې غوراوي په پام کې نيسي او په وینا يې، دغه سرطان د هورمون حساس ډول دی؛ يعنې داسې شونتيا شته چې کنټرول شي.

د نوموړي د ناروغۍ د خبر له خپرېدو وروسته د امریکا دواړو لويو سياسي ګوندونو جمهوري‌پال او ډيموکراټ له لوري خواخوږي او ملاتړ ورسره څرګند شوی دی.