جلالاباد (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۴): د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې راستنو شوو کډوالو ته د کاروبار پيدا کېدو په موخه د «کډوالو بازار» پرانیستل شو.

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو ريیس مولوي فريدالله حقاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ریاست تر چتر لاندې د ګلبهار خيریه بنسټ له لوري په جلالاباد ښار کې د کډوالو په نوم ځانګړی بازار جوړ شو.

هغه وايي، دوی هره ورځ په تورخم کې د راستنو شوو کورنيو هغه غړي چې د کار کولو توان، تعليم، مسلکي او حرفوي پوهه لري، ثبتوي او د کار زمينې ورته برابروي.

نوموړي وويل، د اسلامي امارت د رهبر د ځانګړي حکم د تطبيق په موخه به راستنو شوو هېوادوالو ته لازم سهولتونه او کاري فرصتونه رامنځته شي.

د کار ټولنيزو چارو د رییس د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه بازار کې يوولس راستنو شوو کډوالو ته د جامو، بوټانو او نورو توکو او وسايلو دوکانونه جوړ شوي چې په راتلونکې کې به نورو راستنو شوو هېوادوالو ته هم د کار زمينه برابره شي.

د ګلبهار خيريه بنسټ مشر الیاس طوطاخېل بیا وايي چې دا چاره د لنډمهال لپاره نه ده، هڅه کوي چې په دغه ځای کې نورو راستنو شوو کډوالو ته هم د کار زمينه برابره کړي.

رحمت ولي چې په پاکستان کې يې د بوټانو او څپليو کاروبار درلود او دلته ورته په دغه بازار کې د کار زمينه برابره شوې، وايي چې هڅه به وکړي چې خپل تولیدات زیات کړي چې هېوادوال پرديو وارداتي تولیداتو ته اړ نه شي.

تېره اونۍ، د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ایاواېم) ویلي چې په تېرو ۴۲ ورځو کې (د اپرېل له لومړۍ د مې تر ۱۲مې) له پاکستانه څه باندې ۱۲۸ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.