Language

سمنګان کې د پنځو پرمختیایي پروژو چارې پیل شوې

ایبک (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۴): د سمنګان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په خرم و سارباغ ولسوالۍ کې د څه باندې اووه میلیون افغانیو په لګښت د پنځو پرمختیایي پروژو چارې پیل شوې دي.

د سمنګان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د پروګرامونو برخې امر مولوي عبدالرحیم قاسم پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پروژې د دغه ریاست په همغږۍ د ناروې هېواد په مالي ملاتړ او د اکتید موسسې په همکارۍ تطبقیږي.

هغه وویل چې په دې پروژو کې د اوبو رسونې شبکو او استنادي دېوالونو جوړول، د سړکونو ترمیم او جغل‌اچونه او د تشنابونو جوړول شامل دي چې د اووه میلیونه او ۴۶۳ زره افغانیو په لګښت په درېیو میاشتو کې تطبیق شي.

د هغه په خبره، د دغو پروژو د کار په ترڅ کې څه باندې ۶۰۰ کسانو په موقت ډول د کار زمینه برابره شي او د خرم او سارباغ ولسوالۍ څه باندې ۳۷ زره اوسېدونکي د څښاک له پاکو اوبو او د تګ راتګ په برخه کې له اسانتیاوو برخمن شي.

ورته مهال، د سمنګان د خرم‌ او سار باغ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د دغو پروژو له پیله هرکلی کړی او د داسې پروګرامونو د دوام او پراخولو غوښتنه کوي.