Language

افغان سوک‌وهونکي فردوس نجیبي خپل عربستاني سیال ته ماته ورکړه

کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان د سوک‌وهنې ملي فدراسیون وایي، افغان سوک‌وهونکي فردوس نجیبي د اسیا اتلولۍ سیالیو کې خپل عربستاني سیال ته په ماته ورکولو سره د دغو سیالیو  پای‌لوبې ته لار ومومنده.

د افغانستان د سوک‌وهنې ملي فدراسیون پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، دغه سیالي نن د سریلانکا په پلازمېنې کولمبو کې ترسره شوه چې افغان سوک‌وهونکي فردوس نجیبي په ۸۰ کیلوګرام وزن کې خپل عربستاني سیال ته ماته ورکړه او د دغو سیالیو پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

سرچینې زیاته کړې، نجیبي په دغو سیالیو کې وروستي پړوا ته لار پیدا کړه او د سرو زرو مډال ګټلو ته یو بل قدم هم ورنږدې شو.

د سوک‌وهنې فدراسیون لیکلي، په دغو سیالیو کې نن بیا بل افغان سوک‌وهونکي عبدالله بهیر قیومي په ۸۶ کیلو ګرامه وزن کې په نیمه پای‌لوبه کې له خپل هندي سیال څخه ماته وخوړه او له مخکې تګ څخه پاتې شو.

د اسیا اتلولۍ سیالۍ د سریلانکا په پلازمېنې کولمبو کې روانې دي چې له افغانستانه په کې پنځو لوبغاړو ګډون کړی دی.

د یادونې ده، په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ۲۵ هېوادونو د سوک‌وهنې لوبغاړو برخه اخیستې ده.