Language

لوګر کې اته ټنه نشه‌يي توکي وسوځول شول

پل‌علم (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د لوګر امنیه قومانداني وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې اته ټنه نشه‌يي توکي نیولي وو چې نن وسوځول شول.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه نشه‌يي توکي د تېر نظام او د ا.ا ځواکونو له لوري د تېرو څو کلونو په ترڅ کې نیول شوي وو.

هغه همدارنګه زیاته کړه، په نیول شوو نشه‌یي توکو کې هیرویین، تریاک، بنګ، ښیښه، تابلېت کا ګولۍ، اومان بوټي، مورفین، تیزاب بي ۲۰، اسید تیزاب او د بنګو بوټي شامل دي.

انس همدارنګه زیاتوي، د یادو نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تور ۱۷۷ کسان د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوې دي چې له ډلې یې د ۱۴۴ کسانو دوسیې عدليي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

نوموړی وایي، د ا.ا رهبرۍ له فرمان وروسته په ټول لوګر کې د نشه‌یي توکو پر کرکېلې، قاچاق او کارونې بندیز لګول شوی ده او هغه لسګونه کسان چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې پر نشه‌یي توکو روږدي وو د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته ورپېژندل شوي دي.