کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د مالیې وزارت وایي، په تېره غویي میاشت کې د هېواد له یو شمیر ګمرکونو څخه ۱۸۴ ټانکړه واردېدونکي بېکیفیته نفتي توکي بېرته ګرځول شوي دي.
د مالیې وزارت دغه څرګندونې پر خپله اېکسپاڼه کړې دي.
د سرچېنې د معلوماتو له مخې، له مسترد شوو توکو اته ټانکره پټرول له حیرتان ګمرک، ۱۱۵ ټانکره ډېزل او څلور ټانکره پټرول له نیمروز ګمرک، ۵۵ ټانکره ډېزل د فراه له ګمرک او یو ټانکر ډېزل او یو ټانکر اوبلن ګاز د تورغونډۍ له ګمرک څخه بيرته ګرځول شوي دي.
مالیې وزارت لیکلي، د نفتي موادو د کیفیت او څارني ریاست د ټاکل شوو معتبرو معیارونو له مخي، هېواد ته د لوړ کیفیت او معیاري نفتي توکو د را واردولو زمینه برابروي او د بېکیفته نفتي توکو له واردولو څخه په کلکه مخنیوی کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP