ګردېز (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د پکتیا سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکزي زندان کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د پکتیا پوهنتون د محصلینو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
يادې سيالۍ يوه اونۍ مخکې پيل شوې وې چې څلور لوبډلې له زندانيانو او پاتې شپږ نورې له دولتي ادارو په کې ګډون درلود.
د يادو سياليو د پایلوبې مراسمو کې د پکتيا زندان ریيس عبدالغني عادل وويل چې یادې سیالۍ د زندانيانو لپاره تفريح برابرولو او په ټوله کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره ترسره شوې وې.
هغه وويل، د ياد تورنمنټ پایلوبه د زندانيانو د اې او پکتيا پوهنتون محصلینو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د پوهنتون لوبډلې وګټله.
هغه وويل چې ورزشي لوبې او پروګرامونه د زندانيانو پر رواني روغتيا ژوره اغيزه لري.
ورته وخت کې، يو شمېر زندانيان هم د زندان په داخل کې د واليبال لوبو برابرېدو باندې خوښي څرګندوي.
يو تن زنداني عبدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ډول لوبې زندانيانو تفريح او د رواني ناروغيو څخه د مخنيوي لپاره ګټورې دي.
يو بل زنداني څنارګل هم وایي، زندانيانو لپاره لوبو برابرول د زندانيانو د فزيکي او رواني روغتيا لپاره خورا مهمې دي.
هغه زیاته کړه چې له دې مخکې په زندان کې ورته د ديني، حرفوي او عصري زدهکړو زمينه برابره شوې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP