Language

نورستان کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده

جلال‌اباد (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۴): د نورستان ولایت په دواب ولسوالۍ کې د سیمې د قومي مشرانو او امنیتي چارواکو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ درې لسیزې پخوانۍ دښمني پای ته ورسېده.

د نورستان د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام‌رحمن حیدري پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه دښمني د قاري داوود او عزت‌الله د کورنیو ترمنځ د دواب ولسوالۍ په بجګل دره کې ۳۰ کاله مخکې د ځمکې د ملکیت پر سر رامنځته شوې وه.

نوموړي زیاته کړه، د یادې دښمنۍ له امله د دواړو لورو څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه، خو دا لانجه د عدلي او انساني ارزښتونو پر بنسټ، د قومي مشرانو په مرسته حل شوه.

حیدري وایي، امنیتي ځواکونه او قومي مشران هڅه کوي چې په نورستان کې د ورته شخړو مخه ونیسي او د سوله‌ییز ژوند دود ته وده ورکړي.

د یادونې ده چې د اسلامي امارت د بیاځلې واکمنېدو را وروسته د هېواد په کچه سلګونه دښمنۍ حل شوې دي.

Related Topics