Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

روسیې او اوکراین نږدې ۸۰۰ زندانیان تبادله کړي

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، روسیې او اوکراین د یوې هوکړې له مخې د یو او بل ۳۹۰ نظامي او ملکي بندیان ازاد کړي دي.

رویټرز تېره شپه ناوخته راپور ورکړی چې روسیې او اوکراین پرون د جمعې په ورځ د یو او بل ۳۹۰ بندیان ازاد کړي چې ۲۷۰ یې امنیتي ځواکونه او ۱۲۰ نور ملکي وګړي دي.

په دغه راپور کې راغلي، تېره اونۍ روسي او اوکرایني چارواکو د سولې مذاکراتو په نوي پړاو کې د ۱۰۰۰ بندیانو د تبادلې هوکړه کړې وه.

راپور کې د روسیې د دفاع وزارت د مسوولینو له قوله لیکل شوي چې ازاد شوي روسان د رواني او روغتیايي درملنې په موخه بلاروس ته رسېدلي دي.

د یادونې ده، د نورو زندانیانو تبادله به نن او سبا یکشنبې ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.