کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان له زندانونو ۲۳۰ نور افغان کډوال خوشې او هېواد ته راستانه شول.
د کډوالو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې یاد شمېر افغان کډوال په تېرو دوو ورځو کې هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینې د کندهار سپینبولدک سرحدي امریت له قوله لیکلي چې یاد کسان د اسنادو پر درلودو سربېره د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او له یوې تر دوو ورځو بندیان وو.
د سرچینې په حواله، دغه کسان د ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول.
د کډوالو چارو وزارت نه دي ويلي چې دا مهال پاکستان کې څومره افغانان بندیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې د غبرګولي میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه هم ۲۸۷ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP