مزارشریف (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۴): د روسیې فدراسیون په افغانستان کې د اړمنو کورنیو ملاتړ لپاره ۱۲۸۰ مټریک ټنه غني شوي اوړه د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیواېفپي) ته ورکړي دي.
ټاکل شوې چې دا مرسته به په شمالي ولایتونو او د هېواد په نورو سیمو کې اړمنو کورنیو ته ووېشل شي.
مزارشریف کې د روسیې کنسول ایګار نیکالایف د دغو مرستو د تسلیمولو پرمهال د افغانستان له خلکو سره د خپل هېواد د بشري مرستو پر داوم ټینګار وکړ.
هغه وویل: «روسیه لېواله ده چې د بشري مرستو پراخولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګښت لپاره د افغانستان له خلکو ملاتړ وکړي، موږ غواړو په ګډه خلکو ته د خدمت رسونې برخه کې هڅې وکړو.»
بلخوا، بلخ کې د (ډبلیواېفپي) دفتر مسوول نجیبالله رحماني وویل چې دا مرستې به د شمال زون د اړمنو کورنیو ترڅنګ د نورو ولایتونو بېوزلو کورنیو ته به هم ووېشل شي.
رحماني د دغه بنسټ د بودجې د کمښت خبره کوي او وایي چې د روان زیږدیز کال د روانې میاشتې په ترڅ کې اړ شوي چې خپلې مرستې کمې کړي.
هغه وویل: «د روان کال اپرېل میاشت کې مو د هېواد په شمال کې څه باندې یو میلیون کسانو ته مرسته رسولې، خو دغې روانه میاشت کې یوازې نږدې پنځه سوه زره کسانو سره مرسته کولای شو.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم یو شمېر مرستندویه بنسټونو د بودجې د محدویتونو له امله د خپلو بشري مرستو د کمېدو خبر ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP