Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د رحم توبرکلوز؛ افغانستان کې په ځینو ښځو کې د نه مینداوره کېدو پټ لامل

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۴): توبرکلوز یا نری رنځ د ډېرو لپاره یوازې د سږو ناروغي ده، خو د نسايي ولادي یوه متخصصه خبرداری ورکوي چې دغه ناروغي کولای شي د ښځو رحم ته هم سرایت وکړي او په هغوی کې د نه میندواره کېدو، پرله‌پسې سقطونو او میاشتنۍ ناروغي کې د اختلالاتو یو پټ او د اندېښنې وړ لامل هم وي.

د نسايي ولادي برخې متخصصه او د افغانستان د نسايي ولادي ډاکټرانو ټولنې رییسه ډاکټر نجم‌السما شفاجو پژواک خبري اژانس ته وویل: «نری رنځ ښه نوم نه دی او د بدن ټولې برخې نیولی شي، لکه رحم… امکان لري چې رحم ته هم سرایت وکړي او امکان لري چې په مستقیمه توګه رحم ته داخل شي.»

د هغې په وینا، نښې یې ممکن خفیفې یا غیرمشخصې وي، خو تر ټولو مشهورې یې په میاشتنۍ ناروغۍ کې اختلالات، نامنظمنه میاشتنۍ ناروغي، غیرطبیعي وینه بهېدنه، د جنین سقط او د وینې کموالی دي.

هغې زیاته کړه: «که یوه ښځه د رحم توبرکلوز ولري، نفیرې یې بندوي او که میکروب تر تخمدانونو ورسېږي، ښايي تخمدانونو ته زیان ورسوي او یا د تخمو تولید کم کړي.»

هغې زیاته کړه: «موږ داسې مېرمنې هم لرو چې ډېرې ځوانې دي لکه ۱۹ یا ۲۰ کلنې دي او تخمې یې صفر دي، حیران پاتې کېږو چې ولې په دې ځوانۍ کې یې تخمې صفر شوې، کله چې معاینات ورکوو، ګورو چې د رحم توبرکلوز یا د تناسلې برخې توبرکلوز لري.»

د نوموړې په وینا، د یادې ناروغۍ میکروب ډېری د لبنیاتو خوړلو له لارې ښځو ته لېږدول کېږي.

ډاکټرې شفاجو زیاته کړه چې له یادې ناروغۍ سره د مقابلې یوازېنۍ لار د وجود د مقاومت لوړول دي؛ ځکه کله چې د وجود مقاومت لوړ شي، د رحم توبرکلوز په ګډون به پر هيڅ ميکروب اخته نه‌ شي.

هغه وايي، کله چې له ښځې د هغې تاریچه پوښتل کېږي، لیدل کېږي چې میندواره کېږي نه، پرله‌پسې سقطونه یې درلودل او کله چې ډېره درملنه هم کوي، حمل نه شي اخیستلی چې لامل یې همدا نری رنځ دی.

هغه وايي چې اوس په افغانستان کې د یادې ناروغۍ تشخیص او درملنه کېږي، اړتیا نشته چې څوک د دې ناروغۍ درملنې لپاره له هېواده بهر ولاړ شي.

شفاجو د یادې ناروغۍ د تشخیص د څرنګوالي په اړه وویل، په پیل کې له ناروغ څخه نمونه اخلي چې وینه یا بلغم کري، د مېرمنې د رحم پیپونه لیدل کېږي او وروسته یې نتیجه ترلاسه کوي.

هغې زیاته کړه: «معمولاً هغه ښځې چې مراجعه کوي، د بې‌اولادۍ یا پرله پسې سقطونو ته په کتو یې موږ معاینات ورکوو، د ورځې لس یا دوولس ناروغانو ته چې موږ معاینات ورکوو، له څلور تر پنځو کې یې د رحم نري رنځ مثبت وي.»

د شفاجو په وینا، پر یادې ناروغۍ اخته ناروغان له درملنې وروسته کولای شي میندوارې شي او د اولاد پیدا کړي.

هغه د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره سپارښتنه کوي چې باید د وجود مقاومت لوړ شي څو پر داسې ناروغۍ څوک اخته نه شي.

هغې وویل، د ماشومتوب دورې واکسینونه چې په هغو کې د نري رنځ واکسین هم شته، باید تطبیق شي او د لبنیاتو، په ځانګړې توګه د شیدو خوړلو پر مهال حفظ الصحه په سمه توګه مراعات شي.

د نوموړې په وینا، د یادې ناروغۍ درملنه د اخته کېدو کچې پر اساس توپیر کوي چې له درېیو تر شپږو میاشتو او په ځینو مواردو کې ان یو تر دوو کلونو وخت غواړي او ناروغ د درملنې پر مهال وزن له لاسه ورکوي، خو له رغېدو وروسته بېرته وزن اخلي.

شفاجو وویل چې ناروغ دې د درملنې پر مهال ډېرې اوبه وڅښي او له ترکاري او مېوې دې ډېره استفاده وکړي.

یو شمېر ناروغان خپلې ترخې تجربې بیانوي

د کابل ښار اوسېدونکې ۳۵ کلنې فروزان ستانکزۍ وویل، درې کاله کېږي چې حمل نه اخلي او اوس ډاکټرانو ورته ویلي چې د رحم توبرکلوز لري.

هغې چې د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال یې له سخت درد او بې‌نظمۍ شکایت درلود زیاته یې کړه چې په تېرو درېیو کلونو کې یې د دې لپاره چې میندواره شي، ډېره درملنه کړې، خو حمل یې نه اخیست او د ناروغۍ تشخیص یې هم نه کېده.

ورته مهال، محمدالله حامدي چې خپله مېرمن یې له فاریاب ولایته د درملنې په موخه کابل ته راوستلې وايي چې له واده یې دوه کاله تېرېږي، خو تر اوسه د اولاد څښتن شوي نه دي.

نوموړي وویل، په یاده موده کې یې د خپلې مېرمنې د درملنې لپاره ډېرې پیسې مصرف کړې، خو د ناروغي تشخیص یې نه کېده، خو اوس تشخیص شوه چې د رحم پر توبرکلوز اخته ده.

هغه هیله‌مندي وښوده چې مېرمن یې روغه او میندواره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.