کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۴): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د تېرو دوو میاشتې په اوږدو کې یې افغانستان ته د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې د ۵۰۷۸ بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، ثبت شوي ارقام ښیي چې د روان ۱۴۰۴ لمریزکال په تېرو دوو میاشتو کې د ۱۱۹ ښځینهوو په ګډون ۲۶۵۸ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۶۷ ښځینهوو په ګډون ۲۳۹۳ نور له هېواده وتلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي د ثبت شوو ارقامو له مخې ښکاري چې ۲۶۱۸ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۴۰ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي چې له دې ډلې ۳۵۲ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دې ادارې د ثبت شوو ارقامو پربنسټ، تر ټولو ډېر، ۱۸۲۰ بهرني وګړي د نیمروز له بندر او ورپسې ۵۷۷ تنه د هرات له بندرونو او پاتې نور د بلخ او کندهار هوايي ډګرونو، د تورخم، سپین بولدک او د فاریاب اقینې بندر له لارې هېواد ته راغلي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، د یاد شمېر بهرنیو وګړو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP