جلالاباد (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۴): د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د څه باندې یونیم کیلومتر سړک د کانکرېټولو چارې پیل شوې.
د جلالاباد ښاروالۍ مرستیال مولوي محمداسحاق سعید نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې دغه پروژه د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې (UNOPS) په مالي ملاتړ د ښاروالۍ تر چتر لاندې د اتمې ناحیې په سیمه کې پلې کېږي.
هغه زیاته کړه چې دغه سړک ۱۶۰۰ متره اوږدوالی او له ۵ تر ۷.۵ مترو سور لري.
د نوموړي په خبره، پر دې پروژه ۱۵ میلیون افغانۍ لګښت راځي او تمه ده د راتلونکو درېنیمو میاشتو په موده کې په اساسي ډول بشپړه او ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
د یادې سيمې یو اوسېدونکی سیدمحمد وایي: «د دغه سړک جوړېدل نه یوازې زموږ د ورځنیو ستونزو حل دی، بلکې زموږ په څېر ګڼو کسانو ته یې د لنډمهاله کار زمینه هم برابره کړې ده.»
د جلالاباد ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره یې د خپل بودجوي پلان له مخې، د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۴۶ نورو پراختیایي پروژو پیلولو تصمیم هم لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP