کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، ایټالیایي «وینچنزو البرتو انزه» د هېواد د ملي لوبډلې د مشر روزنکي په توګه ټاکل شوی دی.
د فوټبال فدراسیون نن پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، وینچنزو البرتو انزه د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزنکي په توګه ټاکل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، ټاکل شوې چې دغه روزونکي به د سوریې پر وړاندې لوبه کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې سره یو ځای شي چې د ۲۰۲۵ کال د جون په لسمه به د اسیا جام په غوراوي سیالیو کې ترسره شي.
د فوټبال فدراسیون ویلي، ۴۰ کلن وینچنزو البرتو انزه د ایټالیا هېواد څخه دی او د بیلیز او ټایلنډ د ملي لوبډلو روزونکي په توګه یې دنده ترسره کړی ده.
نوموړي، په اندونیزیا، فلسطین، ګانا، لیتوانیا، کوسوو، بیلاروس او هند کې د کلپونو په کچه هم د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.
د یادونې ده، له دې مخکې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکی یو اوزبېکستانی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP