کابل (پژواک، ۶ غبرګولي ۱۴۰۴): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په کابل کې د صنعت اونۍ څلورم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستې پر مهال وویل، د ا.ا له راتګ وروسته تر اوسه شاوخوا ۱۵۰۰ نوې فابریکې جوړې شوې او افغانستان په ۱۳۸ صنعتي او تولیدي سکټورونو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.
دغه نندارتون نن په کابل کې د افغانستان نړۍوال نندارتون په مرکز کې پرانیستل شو.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل: «موږ نن ورځ د هغو هېوادونو شاهدان یو چې یوازې د صنعتي انقلاب له برکته یې خپل زېربنايي بنسټونه قوي کړي، بېکاري یې له منځه وړې او خپلو تولیداتو ته یې ښه مارکېټونه پیدا کړي دي.»
هغه زیاته کړه، د صنعت اونۍ یوازې سمبولیک عنوان نه، بلکې دا د یوه حرکت، بدلون او قوي عزم څرګندونه کوي چې افغانستان باید له وارداتي اقتصاده تولیدي، صادراتي او پر خپلو پښو ولاړ اقتصاد ته ولاړ شي.
د نوموړي په خبره، د اسلامي امارت له راتګ سره سم د صنعت سکټور د پام وړ پرمختګ کړی، تر دې دمه شاوخوا ۱۵۰۰ نوې فابریکې جوړې شوې چې له امله یې نږدې اویا زره هېوادوالو ته د دایمي کار زمینه برابره شوې ده.
ملا برادر وویل، اوسمهال افغانستان په ۱۳۸ صنعتي او تولیدي سکټورونو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی، دغه پرمختګ نه یوازې د بېکارۍ کمېدو برخه کې مهم ګام بلل کېږي، بلکې د اقتصادي ثبات او پیاوړتیا لپاره هم بنسټیز ارزښت لري.
د اقتصادي مرستیال په وینا، اسلامي امارت د هېواد د صنعتي کېدو لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړی او په نږدې ورځو کې به صنعتکارانو ته د ځمکو د ملکیت سندونو د ورکړې لړۍ پیل شي.
دی وایي، دغه صنعتي پارکونه به نه یوازې د تولید لپاره چاپېریال برابر کړي، بلکې لسګونه زره هېوادوالو ته به د کار زمینه هم مساعده کړي.
ملا برادر وویل: «اسلامي امارت د خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه پر هغو وارداتي اقلامو ګمرکي تعرفې لوړې کړې چې هغه په کور دننه تولیدېږي او د هېوادوالو اړتیاوې پوره کولای شي؛ د دې ترڅنګ ټولو امارتي ادارو ته هدایت شوی چې په خپلو خریداریو او تدارکاتي پروسو کې کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي، که څه هم کیفیت یې د بهرنیو تولیداتو او محصولاتو په پرتله څه نا څه ټیټ وي.»
هغه دغه راز زیاته کړه، د اسلامي امارت له راتګ سره په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده؛ دا مهال د برېښنا، کانونو، کرنې، صنعت، ترانسپورټ، زېربناوو، مخابراتو، روغتیا او ګڼو نورو سکټورونو کې کورنیو او بهرنيو پانګهوالو عملاً پانګونې کړې او په دې برخه کې ورته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
ملا برادر صنعتکارانو ته په خطاب کې وویل: «تاسې په خپلو تولیداتو کې د کیفیت، قیمت او کمیت تضمین راکړئ، زه له همدې سټېجه وعده درکوم چې د کورني تولید د ملاتړ په موخه به له بهره پر ورته واردېدونکو اقلامو د خودکفایۍ په اندازه تعرفه لوړه کړو.»
د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم په دې غونډه کې وویل چې اسلامي امارت د کورنيو تولیداتو بشپړ ملاتړ کوي.
حنفي زیاته کړې، له کورنيو تولیداتو د ملاتړ په موخه هېواد ته پر هغو وارداتي توکو تعرفه وضعه شوې چې په کور دننه هم تولیدېږي.
هغه دغه راز د افغانستان د صنعت د لا ودې هيله څرګنده کړه.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي بیا وویل چې د افغانستان ټول تولیدات باکیفیته دي او هيڅ څوک یې باید بېکیفیته ونه بولي.
عزیزي زیاته کړه، اوسمهال په هېواد کې د تولیداتو کچه لوړه شوې او ډېری معمولي توکي چې پخوا به را واردېدل اوس په کور دننه تولیدېږي.
نوموړي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې به صنعتي انقلاب رامنځ کېږي.
د صنایعو او کانونو خونې رییس شېرباز کمینزاده هم وویل چې د هېواد صنعتکاران به په نږدې راتلونکي کې کورني تولیدات هېوادوالو ته په ۲۵ سلنه تخفیف وړاندې کړي.
د هغه په خبره، د صنعت وده د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې ده او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د هېواد صنعت د پام وړ وده کړې ده.
د صنعت اونۍ څلورم ملي او نړۍوال نندارتون د هېواد د ملي صنعت د وړتیاوو، ظرفیتونو او لاستهراوړنو د معرفي کولو په موخه جوړ شوی چې سلګونو کورنیو شرکتونو د خوراکي توکو، درملو، لبنیاتو، ساختماني توکو، لاسي صنایعو، غالیو، پلاستیک، بېټریو جوړولو، اوسپنې ویلې کولو او لسګونو نورو برخو کې خپل صنعتي تولیدات او کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې کړي او دغه نندارتون به یوه اونۍ دوام وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP