فراه (پژواک، ۶ غبرګولي ۱۴۰۴): د فراه ولایت مقام وایي چې د دغه ولایت په مرکز فراه ښار کې د نږدې ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک پراخولو چارې پیل شوې.
د فراه ولایت مقام په خبرپاڼه کې د دغه ولایت د ښاروال مفتي سردارمحمد مرصاد له قوله راغلي چې د فراه ښار دخولي سړک به - چې د عسکراباد له پله د ریګي کلي تر ځنځیر پورې غځېدلی - دوه طرفه جوړ شي.
هغه ویلي، یاد سړک د ولایت مقام په سپارښتنه له ولایتي بودجې جوړېږي او چارې به یې د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د مرصاد معلوماتو له مخې، دغه سړک به د ۱۷۰۰ مترو په اوږدوالي او ۴۰ متره په سور چې ۳۰۰ متره سنګکاري او د سړک زېربنايي جوړښت هم پهکې شاملېږي. جوړ شي.
د نوموړي په وینا، د دې پروژې ټول لګښت ۲۹ میلیونه ۸۰۰ زره او ۹۹ زره او ۷۹۱ افغانۍ اټکل شوی دی.
د عسکراباد کلي اوسېدونکی غلامرسول پژواک ته وویل: «دا سړک د ښار یو له مهمو او دخولي سړکونو دی؛ په پراخېدو سره به یې د ښاري ښکلا ترڅنګ ګڼهګوڼه کمه او د ترافیکي پېښو مخه به ونیول شي.»
دغه راز، د سیمې بل اوسېدونکي محمدرحیم نورزي وویل، د سړک له جوړېدو سره به د عسکراباد، چهاربرجک او قلعه زمان سیمو خلک له ډېرو ستونزو خلاص شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP