خوست (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۴): د خوست امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په تڼيو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د وسلهوالې شخړې له امله څلور کسان وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.
د خوست امنيه قوماندانۍ وياند طاهر احرار پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د تڼيو ولسوالۍ د للمۍ کوټکي په کلي کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، شخړه د يو ماشوم پر سر رامنځته شوې چې له امله یې د يوې مېرمنې په ګډون د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي، يوه بله مېرمن ټپي شوې، او د بل لوري يو تن وژل شوی دی.
احرار زياته کړه، د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې پوليسو سيمې ته پر وخت رسېدلي او ټپي شوې مېرمن يې روغتون ته لېږدولې ده، خو د هغې روغتيايي حالت نازک بلل شوی دی.
نوموړي وويل، امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې د پېښې عاملين ونیسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP