Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۵ کلنه دښمني پای ته ورسېده

کندهار (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۴): د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۵ کلنه دښمني چې په ترڅ کې یې د دواړو لورو ۱۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه، د قومي مشرانو، دیني عالمانو او سیمه‌ییزو مسوولینو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

د یادې جرګې یوه قومي مشر روح‌الله خان پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادې دښمنۍ په ترڅ کې له دواړو لورو  څلور – څلورو کسان وژل شوي او تر شپږو نور پکې ټپیان شوي وو.

نوموړي زیاته کړه، د دې دښمنۍ له امله ان یوه کورنۍ اړ شوې وه څو د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته کډواله شي.

هغه وویل: «موږ له څو میاشتو راهیسې د قومي مشرانو او دیني علماوو سره ناستې وکړې. دواړو کورنیو موږ ته د جوړې کولو اختیار راکړ، او قومي مشرانو پرته له تاوان یا قید و شرط څخه دا سوله وکړه.»

ده وویل، دواړو لورو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به نه یوازې یو بل ته وسله نه نیسي، بلکې له یو بل سره به د دوستۍ په فضا کې ژوند کوي.

د یادو کورنیو له ډلې د یوې کورنۍ غړی حاجی غمی وایي: «موږ ډېر خوشحاله یو چې نن پر یوه کمبله ناست یو. غواړو خپل اولادونه له دښمنۍ وساتو. له خدایه غواړو چې نور هېڅ کورنۍ په دښمنۍ اخته نه شي، دا ۴۵ کاله مو په وېره کې تېر کړل، خو نور به ژوند سم وي.»

د بلې کورنۍ غړي عزت‌الله هم وایي، د دښمنۍ له امله له هېواده مهاجر شوي وو او د مهاجرت پر مهال یې هم ژوند له ستونزو ډک و، خو اوس د دوستۍ لپاره نوي ژوند ته چمتو دي.

هغه زیاتوي: «له تېرو پېښو مو زده کړه وکړه، وینه تویونه، ویر او مهاجرتونه بس دي. د روح‌الله خان خانزاده او نورو مشرانو په هڅو مو دښمني په دوستۍ بدله شوه.»

د اسلامي امارت د بیاځلې واکمنېدو راهیسې د هېواد په کچه سلګونه دښمني په دوستۍ بدلې شوې دي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.