Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیکا کې ۴۴ نوي مخابراتي سایټونه جوړېږي

کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۴): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، د پکتیکا ولایت لپاره یې د ۴۴ نوو مخابراتي سایټونو منظوري ورکړې چې په جوړېدو سره به یې د دغه ولایت د لرو پرتو سیمو خلک له مخابراتي خدمتونو برخمن شي.

د یاد وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د خپلو ولایتي سفرونو په دوام، د مخابراتي خدمتونو د ارزونې په موخه پکتیکا ولایت ته سفر کړی دی.

هغه لیکلي، حقاني د دغه سفر پر مهال اړوندو مسوولینو او سیمه‌ییزو اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چې وزارت یې د هېواد لرو پرتو سیمو ته ځانګړې پاملرنه کوي او هڅه کوي چې د افغانستان ټولې برخې له مخابراتي خدمتونو برخمنې شي.

د الکوزي په وینا، د پکتیکا هغو سیمو ته چې لا هم له مخابراتي خدماتو بې‌برخې دي، د ۴۴ نوو مخابراتي انتنونو منظوري ورکړل شوې ده.

د ده په وینا، له دې مخکې هم د دغه ولایت لرو سیمو ته د مخابراتي خدماتو د پراختیا په موخه د ټي‌ډي‌اېف لسمې پروژې له لارې ۲۹ انتنونه منظور شوي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، له دې سره په پکتیکا کې د ټولو مخابراتي انتنونو شمېر ۷۳ ته رسېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.