کابل (پژواک، ۷ جوزا ۱۴۰۴): اسدالله کوهستاني له ۲۴ کلونو پرلهپسې او اغېزناک مدیریت وروسته وتوانېد څو د کابل ښار د غلامحیدرخان ښوونځی چې یو وخت د جنجالي او بېنظمه ښوونځي په نوم یادېده، پر یوه منظم ښوونیز بنسټ بدل کړي؛ هغه وايي، د «معارف له خلکو سره او خلک له معارف سره» شعار په عملي کولو یې عمومي باور جلب او په دغه ښوونځي کې یې د زدهکړو بهیر په دوامداره توګه پیاوړی کړ.
اسدالله کوهستاني څوک دی
اسدالله کوهستاني په ۱۳۴۱ کال کې د کاپیسا ولایت په دویمه حصه ولسوالۍ کې زېږېدلی، لومړنۍ زدهکړې یې په محمودراقي لېسه کې کړې او د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له دري څانګې فارغ شوی دی. هغه په ځواني کې څلورنیم کاله د عسکري خدمت هم کړی او د ۱۳۶۴ کال د چنګاښ په لسمه د «صبور شهید» عالي لېسه کې چې اوس د غلام حیدرخان عالي لېسې په نوم یادیږي، د ښوونکي په توګه وګومارل شو.
هغه له ۱۰ کاله تدریس وروسته په تدریجي ډول د دې لېسې د اداري مرستیال، تدریسي مرستیال او بیا د مدیر په توګه وټاکل شو، هغه د معارف برخه کې ۳۶ کاله خدمت کړی او لږ تر لږه ۲۴ کاله یې د دغه ښوونځي د مدیر په توګه کار کړی دی.
هغه لس میاشتې د نادريې عالي لېسې او پنځه میاشتې د پوهاند عبدالاحد جاوېد لېسې د مدیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده او بالاخره د روان کال د غويي میاشتې په ۲۳مه نېټه د پوهنې وزارت له لوري رسماً تقاعد ته سوق شو.
کوهستاني د پژواک خبري اژانس له خبریال سهراب سروري سره خبرو کې وویل چې د ښوونځي د دورې ښوونکي یې ډېر زړهسوانده وو او خپلې دندې یې پېژندلې او هغوی پر دې باور وو چې پوهنه د یوه هېواد د ملا تیر جوړوي.
د هغه په خبره، همدغه ښوونکي او پلار یې د ښوونکي په توګه د مقدسې دندې ټاکلو لپاره د ده اصلي هڅوونکي وو؛ هغه لاره چې د خپل ژوند ۳۶ کاله یې په کې تېر کړل. هغه معلمي دنده نه، بلکې «یوه ځانګړې مینه او لېوالتیا» بولي.
د کابل ښار د یوه جنجالي ښوونځي مدیریت
یو وخت غلام حیدرخان ښوونځی د یوه جنجالي او بېنظمه ښوونځي په نوم یادېده چې د انګړ د دېوال نه درلودو، د ښوونځي ساحه کې د خلکو د ډېر تګ راتګ، د ډېر شمېر زدهکوونکو درلودو، د زدهکړو د امکاناتو د شدید کمښت او د زدهکوونکو ترمنځ پرلهپسې شخړو له امله د کابل ښار پر یوه جنجالي ښوونځي بدل شوی و.
د اسدالله کوهستاني د ژوند کیسه کې یو نوم تکرارېږي، «د غلام حیدرخان ښوونځی»؛ هغه ځای چې د هغه په خبره، «هم د جنجال میدان و، هم له زدهکړو سره د مینې سنګر»؛ د کابل په زړه کې یو ستونزمن ښوونځی چې مدیریت یې د ډېرو لپاره یوه دایمي ستونزه وه، خو کوهستاني څه باندې ۲۴ کاله په صبر، قناعت او ثبات سره د دغه ښوونځي بنسټ ټینګ ساتلی و.
هغه په ترخه موسکا وايي: «د غلام حیدرخان ښوونځي مدیریت ستونزمن و، ډېر ستونزمن، خو زه پاتې شوم او ما د شکایت پر ځای دا ښوونځی په پښو ودراوه او د تېښتې پر ځای مې مقاومت وکړ.»
نوموړي زیاته کړه، پخوا غلام حیدرخان لیسې شاوخوا دېوالونه نه درلودل او خلک د مریم لیسې بازار ته د تګ راتګ پر مهال د ښوونځي له منځ څخه تېرېدل.
د هغه په خبره، په هغه وخت کې په دې ښوونځي کې هېڅ مېوهلرونکې او غیرمثمره ونې نه وې او چاپېریال یې دښتې ته ورته و چې یوازې یوه ۲۴ ټولګي لرونکې ودانۍ پهکې وه او له هر لحاظه له ډېرو کمښتونو او ستونزو سره مخ و.
هغه زیاته کړه، د مناسب ښوونیز چاپېریال برابرول، د درسي ټولګیو د کمښت او بیارغونې ستونزه، نظم، پر زدهکوونکو کار کول څو له یوې ژمنتیا سره ټولنې ته ولاړ شي، دا د غلام حیدرخان لیسې د مدیریت پر مهال د هغه تر ټولو عمده ستونزې وې.
نوموړي څرګنده کړه چې د غلام حیدرخان لیسې د ټولو کارمندانو ترمنځ یووالی، اتفاق او ملګرتیا د دې لامل شوه چې یادې ستونزې حل کړي او بریالی شي.
هغه زیاته کړه، د «خلک معارف او معارف له خلکو سره» شعار یې عملي کړ او هڅه یې وکړه څو کورنۍ ښوونیز نظام سره همکارۍ ته وهڅوي؛ ځکه هغه باور لري چې له معارف څخه د والدینو ملاتړ د زدهکوونکو او د راتلونکي نسل پرمختګ ته زمینه برابروي.
کوهستاني وویل: «ما هڅه وکړه چې په لومړي ګام کې همدا ماشومان چې په یوې هیلې سره ښوونځي ته راځي، همدا مور او پلار چې سره له زرګونه ستونزو بیا هم په خپلو اولادونو پانګونه کوي، خپل اولادونه ښوونځي ته لېږي، معارف ته یې لېږي؛ زه هم د یوه داسې کس په حیث چې د معارف مسوول وم او د یوه ښوونځي مسوولیت مې پر غاړه و، کوښښ مې وکړ چې په ایماني، وجداني او ریښتیني توګه د ټولو والدین باور په ناهیلۍ بدل نه کړم او هڅه وکړم چې اولادونه ته یې ښه خدمت وکړم.»
کوهستاني زیاته کړه، د غلام حیدرخان ښوونځي د مدیریت پر مهال یې هڅه وکړه چې دغه ښوونځی له سیاست لرې وساتي او په ټوله کې د هېواد د معارف سیاست همدا و چې معارف باید بېطرفه وي.
نوموړي څرګنده کړه، د مدیریت پر مهال او تر څو چې یې دنده ترسره کوله، د مسوولینو له خوا شفقت او مهربانۍ سره مخ و او هیڅ ګواښ او سپکاوی یې نه دی لیدلی.
ورته مهال، نوموړي وویل چې د خدمتونو قضاوت خلکو ته پرېږدي خو تر وروستي حده یې هڅه کړې څو د هېواد بچیانو ته صادقانه خدمت وکړي.
هغه انګېزه چې هيڅکله غلې نه شوه
اسدالله کوهستاني پژواک خبري اژانس ته وویل، افغانستان پر خپل هر اوسېدونکي حق لري او کله چې یې له اوبو او هوا ګټه اخلي، باید په پرمختګ او ساتنه کې یې هم خپل مسوولیت په سمه توګه ادا کړي.
هغه څرګنده کړه: «زه د دغه هېواد د یوه وګړي په توګه مینه او لېوالتیا مې همدې ته وه چې په همدې اوبو او هوا کې لوی شوي یو او د همدغه وطن تابعیت لرم، وطن مور ده، موږ هر څه چې مو وس وي خدمت یې وکړو له اجر او ثواب څخه خالي نه ده او عزت مو هم په نصیب کېږي، په ځانګړې توګه د هېواد د پوهنه په برخه کې.»
بلخوا، هغه زیاته کړه، کله چې د کال له پای ته رسېدو وروسته یې د خپل کار مثبته پایله لیده، خوشالېده به؛ ځکه د غلام حیدرخان زدهکوونکي به د کانکور په ازموینه کې خپلو د خوښو رشتو ته بریالي کېدل او د ټیټو ټولګیو زدهکوونکو هم نورو ټولګیو ته په پرمختګ ارتقا کوله.
په یاده موده کې د نوموړي لاستهراوړنې او ویاړونه څه وو؟
کوهستاني د نورو لاسته راوړنو ترڅنګ، په غلام حیدرخان عالي لیسه کې د ۱۰ زره جلده کتابونو په تجهیز د یوې کتابتون جوړول، د ۱۸ ډوله میوهلرونکو نیالګیو کېنول، د مناسبې او شنې فضا جوړول، مجهز لابراتوار او د ۴۰۰ لمونځ کوونکو په ظرفیت د جومات جوړول له خپلو لاسته راوړنو څخه بولي.
جایزې او مډالونه
اسدالله کوهستاني وویل چې د نورو ستاینلیکونو او جایزو ترڅنګ، یو د غازي میرمسجدي خان کوهستاني مډال د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د غازي میربچه خان کوهدامني مډال د افغانستان پخواني ولسمشر محمداشرف غني ورته ډالۍ کړي دي.
په وینا یې، د افغانستان پخواني حکومت نوموړی د معارف د سولې سفیر په توګه هم پېژندلی و.
د کوهستاني شاګردان د بریا لوړو څوکو ته رسېدلي
کوهستاني وايي چې د هغه تر ټولو لوی ویاړ نه ستاینلیک او نه هم د مدیریت څوکۍ وه، بلکه هغه زدهکوونکي دي چې نن په لوړو دولتي مقامونو کې لکه وزیر، معین، جنرال، د خلکو استازو، طبي متخصصینو، د بنسټونو رییسانو، د پوهنتون استادانو او د ښوونځیو ښوونکو په توګه دندې ترسره کوي.
هغه په لوړ سر وايي: «هغوی هېڅکله زما اخلاقي، تربیتي زدهکړې او د زړه له تله مینه هېره کړې نه ده او تر ننه په نهایت درناوي او اخلاص له ماسره د زړه اړیکه پالي.»
هغه باور لري دغه بریالیتوب د هغه د فردي زیار پایله نه ده، بلکې دا د جمعي همکارۍ، همدلۍ روحیې، پر تعلیم باور او له وطن سره د مینې ثمره وه.
کوهستاني وویل چې د افغانستان د تېر پارلمان یوازې اووه استازي، د تېرو حکومتونو یو شمېر وزیران د یاد ښوونځي د زدهکوونکو له جملې وو او لږ تر لږه د غلام حیدرخان ښوونځي ۳۱ زدهکوونکي بېرته په همدغه ښوونځي کې ښوونکي شوي دي.
یاد مدیر زیاته کړه: «د غلام حیدرخان زدهکوونکي په افغانستان کې لویو منصبونو ته رسېدلي او همدې موضوع زه هڅولم څو زیار وباسم او ستړیا احساس نهکړم.»
د کوهستاني تقاعد؛ پای که پیل؟
د سږ کال غويي میاشتې په یوه ارامه ورځ ښوونځي کې وروستي زنګ، اسدالله کوهستاني ته د یوه درسي ساعت له پای ته رسېدو ورهاخوا معنا درلوده، هغه ښوونکی چې خپل ۳۶ کاله عمر یې د دغه هېواد د ځوانانو د ښوونې او روزنې لپاره وقف کړی، دغه زنګ د نوموړي د ژوند د یوه ځلېدلي فصل پای و؛ د افغانستان د زدهکړې نظام کې ۳۶ کلن بېوقفې او پر لهپسې خدمت سره د زړه له تلې خدای پاماني.
نوموړی لا تر اوسه ځان له معارف نه لرې نه بولي او وایي: «ما د مدیریت له مېز سره خدای په اماني کړې، نه د ښوونې او روزنې له بېپایه مینې سره، نه مې له رسمي دندې سره خدای په امانی کړې، نه مې له رسالته، ما له دفتره خدای په اماني کړې نه له زړونو.»
هغه وویل چې رسالت یې پای نه دی موندلی او تل به د افغانستان د خلکو خدمتګار وي.
هغه د هېواد له ټولو وګړو غوښتنه وکړه څو په ریښتني ډول د وطن خلکو ته خدمت وکړي او ریښتني و اوسي.
هغه اوس تقاعد کړی، خو اوس هم چې کله د ښوونځي له دروازې تېریږي، زړه یې تپیږي، د تفریح زنګ، د زدهکوونکو غږ، د میندو او پلرونو شکایتونه دا ټول یې په ذهن کې ژوندي دي.
هغه وایي: «زه د غویي میاشتې په ۲۳مه تقاعد شوم، داسې احساسوم چې د ژوند هغه پړاو مې چې له مینې، رسالت، فداکارۍ ډکه و په بریالیتوب سره پای ته ورسېد؛ خو زړه مې د درسي ټولګیو په فضا کې د ښوونخي د ساعتونو تبدیلېدو زنګونو او د خپلو زدهکوونکو هیلهمندو سترګو کې دی او دې پرېکړې زما د خدمت کولو مینه او انګېزه کمه نهکړه، بلکې زه یې چمتو کړم څو په ارام وجدان د ژوند نوی پړاو پیل کړم.»
ده د خپلې تقاعدۍ خبر پر خپله فیسبوکپاڼه خپور کړی او لیکلي یې دي: «اوس په ارام زړه، ارام وجدان، له رسمي صحنې وځم، خو د زړه اړېکه مې له ښوونې روزنې، تعلیم او د دې خاورې له زدهکوونکو سره تړلې ده.»
هغه په یوه بل پیغام کې خلکو او خپلو زدهکوونکو ته ویلي: «زدهکړه له اخلاقو سره یو ځای کړئ، انسانیت ته وفاداره پاتې شئ، عدالت او انصاف خپل کړئ، یووالی او د یو بل منل د خپل کار لومړیتوبونو کې راولئ.»
د ښوونځي په مثبتو بدلونونو کې د کوهستاني رول
د غلام حیدر خان لېسې یو ممتاز زدهکوونکی محمد صیام حلیم له فراغت وروسته په ۱۳۹۶ کال کې د کابل پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي ته لار پيدا کړه او هممهاله یې په یوه خصوصي پوهنتون کې د حقوق او سیاسي علومو رشته پيل کړه او اوس په کابل کې یوه خصوصي پوهنتون کې تدریس کوي.
نوموړي وویل، دغه ښوونځي ته له راتلو مخکې د تالقان ښار د یوه خصوصي ښوونځي زدهکوونکی و، خو کابل ته له راتګ وروسته یې د غلام حیدر خان لېسه وټاکله، ځکه هلته یې د ښه مدیریت او نظم په اړه اورېدلي وو.
هغه زیاته کړه: «د ښوونځي فضا ډېره منظمه او مناسبه وه، د تعلیمي، روحي او رواني له نظره ښه چاپېریال یې درلود او استاد اسدالله یې مدیر و، شخصاً ده په خپله د ټولو شیانو کنټرول کاوه.»
هغه له فراغت وروسته نورو ته هم سپارښتنه وکړه چې خپل اولادونه دغه ښوونځي ته ولېږي او هیله یې وښوده څو د غلام حیدرخان لېسې نوی مدیریت هم د کوهستاني لاستهراوړنو ته دوام ورکړي او د ښوونځي وضعیت دې حد اقل همداسې وساتي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP