Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېشلو لړۍ پیل شوه

کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۴): اسلامي امارت نن ۹۱ بېلابېلو شرکتونو ته په صنعتي سیمو کې د ځمکو د سندونو وېشلو لړۍ پیل کړه.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالعني برادر وویل، په صنعتي سیمو کې د ځمکو له وېش سره به نوی فصل پیل او هېواد به له صنعتي پلوه لا پیاوړی شي.

نوموړي زیاته کړه، د صنعتي ساحو د تنظیم له لارې د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختیا، د خصوصي پانګې د جلب او جذب او دغه راز د صنعتي ساحو د مدیریت، ساتنې او مراقبت په موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه  له لوري د صنعتي ساحو قانون توشیح شوی دی.

د برادر په خبره، دا قانون په صنعتي ساحو کې صنعتکارانو او پانګه‌والو ته د صنعتي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره لازمې زمینې او اړوندې نورې اسانتیاوې مساعدوي؛ څو له یوې خوا هېوادوالو ته کاري فرصتونه پیدا شي او له بلې خوا د هېواد په اقتصادي وده او پراختیا کې د پام وړ لاسته‌راوړنې ولري.

هغه دغه راز وویل، د صنعتي ساحو جوړولو لپاره د ځمکو د ورکړې په اړه د اسلامي امارت مشرتابه حکم کړی څو د نوي منظور شوي قانون، چاپېریال‌ساتنې او ښاري ماسټر پلان مطابق به د کابل په څلورو خواوو کې دوه دوه زره جریب ځمکه، په ننګرهار، کندهار او بلخ ولایتونو کې شل شل زره جریب ځمکه، په کندوز ولایت کې لس زره جریب ځمکه ځانګړې او وسپارل شي.

برادر زیاته کړه، په پاتې نورو هر ولایت کې به د امکان په صورت کې د صنعتي پارک لپاره زر زر جریب، د کوچني صنعت او تشبثاتو لپاره به په هر ولایت کې له لس تر پنځوس جریب ځمکه ځانګړې او وسپارل شي.

د هغه په خبره: «د همدې هڅو په لړ کې نن ورځ موږ او تاسې ۹۱ صنعت‌کارانو ته د صنعتي فعالیتونو په موخه په صنعتي ساحو کې د ځمکو د ملکیت د سند د ورکړې شاهدان یو.»

هغه زیاته کړه، په صنعتي ساحو کې د ځمکو له وېش سره به نوی فصل پیل او هېواد به له صنعتي پلوه لا پیاوړی شي او له صنعتکارانو یې وغوښتل چې له یادو ځمکو د تولید او صنعت پیاوړتیا برخه کې مناسبه او مؤثره ګټه واخلي.

هغه دغه راز په کور دننه او بهر کې له مېشتو افغان پانګه‌والو غوښتنه وکړه چې خپل صنعت او پانګه دې افغانستان ته را انتقال کړي او د هېواد د اقتصادي بنسټونو په پیاوړتیا، د کاري فرصتونو په برابرولو او د صنعت سکټور په پراختیا کې دې فعاله ونډه واخلي.

په یاده غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وویل، دغه ځمکه چې کومو صنعتکارانو ته وېشل کېږي باید صادرات ولري او هم دې خام مواد په داخل د هېواد کې تولید کړي.

هغه زیاته کړه چې صنعتکاران دې له حکومته د کانونه اخیستو غوښتنه وکړي څو د خپلو تولیداتو لپاره ترې خام مواد ترلاسه کړي.

ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي زاهد وویل چې ۱۶۰ زره جریبه ځمکه د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري صنعتکارانو ته ځانګړې شوې ده.

هغه زیاته کړه، په تېرو درېیو میاشتو کې ۱۲۵ دوسیې نهایي شوې او ۹۱  بېلابېلو شرکتو ته د ځمکې وېشلو سندونه د اسلامي امارت مشرتابه له لوري منظور شوي دي.

د نوموړي په خبره، دغو ۹۱ شرکتونو ته به په ټوله کې ۶۵۰ جریب ځمکه ورکړل شي.

په یاده غونډه کې د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې رییس شېرباز کمین‌زاده وویل، په کابل کې ۸۰۰ فابریکې په کرایي ځایونو کې فعالیت کوي او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې یاده ځمکه دې لومړی همدغو صنعتکارانو او نوو راستنېدونکو پانګه‌والو ته ووېشي.

هغه زیاته کړه چې صنعتکاران د اسلامي امارت ترڅنګ دي او د دوی ملاتړ کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.