Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مسوولین: د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز چارې ۹۰ سلنه ترسره شوې دي

مزارشریف (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۴): د ملي پراختیا شرکت مسوولین وایي، د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز کیندنې چارې ۹۰ سلنه او د سربند جوړولو چارې یې نږدې ۸۰ سلنه پر مخ تللې او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړې شي.

د ملي پراختیا شرکت ویاند نبي‌الله ارغندیوال تېره ورځ د فاریاب په اندخوی ولسوالي کې خبریالانو ته وویل، د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز کیندنې چارې ۹۰ سلنه او د سربند جوړولو چارې یې نږدې ۸۰ سلنه پر مخ تللې دي.

هغه زیاته کړه: «د قوش‌تېپې کانال دویم فاز چارې په خورا چټکۍ سره په بېلابېلو برخو کې روانې دي چې د دغه فاز د کیندنې چارې ۹۰ سلنه مخته تللې او هڅه کوو پاتې چارې یې د ۲۰۰۰ ماشینونو په وسیله چې هر څومره ژر ممکنه وي، بشپړې کړو.»

ارغندیوال دغه راز وویل، د یاد کانال سربند جوړولو چارې هم ۷۹.۵ سلنه بشپړې شوې او پاتې چارې یې د افغان مسلکي انجینرانو له خوا په ملي او نړۍوال سټنډرډ او معیارونو ترسره کېږي.

د نوموړي په خبره، د دغه کانال په اوږدو کې د ۱۱ پلونو جوړېدو چارې هم روانې دي، د نوو پلونو جوړولو چارې به هم ډېر ژر پیل شي څو خلکو ته اسانتیاوې رامنځته او د کانال د کيندنې له امله بېلې شوې سیمې بېرته سره ونښلول شي.

دغه راز، د دغه کانال ساحوي مسوول ذبیح‌الله میري وویل، د کانال په جوړولو کې د هېواد له تولیداتو ګټه اخیستل کېږي او همدارنګه ټول کارکوونکي او انجینران یې افغانان دي.

د یادونې ده، دغه کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰۰ متره سور لري چې د بلخ له کلدار ولسوالۍ پیلېږي او د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې پای ته رسېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.