Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هند له افغانستان سره د ۱۱ زره دوزه واکسینو مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزارت وایي چې هند له افغانستان سره د انفلونزوا او «مننجیت» ناروغیو  د ۱۱ زره دوزه واکسینو مرسته کړې ده.

د عامې ورغتیا وزارت دغه خبر پرخپله اېکس‌پاڼه خپور کړی دی او ویلي چې په یادو واکسینونو کې ۵۵۰۰ دوزه انفلونزا او ۵۵۰۰ دوزه Meningitis  واکسین شامل دي چې ټول وزن یې ۴۴۲.۲۰ کېلو ګرامه او خالص وزن یې ۲۹۱ کېلو ګرامه کېږي.

د عامې روغتیا وزارت مشرتابه د هند له حکومته د دغې بشري مرستې له امله مننه کړې او دا واکسینونه د انفلونزا او مننجیت ناروغیو د مخنیوي په برخه کې مهم او ژغورونکی ګام بللی چې له امله به‌یې په افغانستان کې د زرګونو خلکو ژوند وژغورل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.