Language

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل‌اوریزو لوبو په نوې درجه‌بندۍ کې نهم مقام خپل کړی

کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴): د کرکټ نړۍوالې شورا (ICC) له‌ خوا د شل‌اوریزو لوبو په تازه درجه‌بندۍ کې د افغانستان ملي لوبډله د یوه مقام په پرمختګ سره نهم ځای خپل کړی دی.

د کرکټ نړۍوالې شورا دغه تازه‌ درجه‌بندي پرون نشر کړې چې افغانستان په‌کې په شل‌اوریزو لوبو کې نهم مقام ترلاسه کړی دی.

افغان لوبډله له دې مخکې په شل‌اوریزو لوبو کې په لسم مقام کې وه او بنګله‌دېش لوبډله په نهم ځای کې وه چې په تازه درجه‌بندۍ کې افغانستان له بنګله‌دېش څخه مخکې شوی دی.

د شل‌اوریزو لوبو په تازه درجه‌بندۍ کې هند لومړی، اسټرالیا دویم او انګلیستان درېيم مقامونه ترلاسه کړي دي.

د یادونې ده، افغان کرکټ ملي لوبډله په یو ورځنیو لوبو کې اووم مقام او په ټيسټ لوبو کې بیا یوولسم مقام لري.