Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نایجریا کې د سېلابونو راوتلو له امله څه باندې ۱۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د نایجریا په شمال کې د سېلابونو راوتلو او سختو ورښتونو له امله لږ تر لږه ۱۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه کورونه نړېدلي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې یاد سېلابونه په ماکوا ښار کې د چهارشنبې ورځې له سختو ورښتونو وروسته پيل شوي او مرسته کوونکي لا هم د احتمالي قربانیانو په لټه کې دي.

د نیجر ایالت د بېرني مدیریت ویاند ابراهیم عودو حسیني ویلي: «تر اوسه د ۱۱۵ کسانو جسدونه پیدا شوي او د قربانیانو د شمېر د ډېرېدو احتمال شته.»

راپور کې راغلي چې د سېلابونو له امله زرګونه کورونه هم نړېدلي دي.

د ناجریا د الجزیرې خبریال احمد ادریس ویلي: «د ساحلي سیمو پرېښودو او لوړو سیمو ته د تللو لپاره خلکو ته د چارواکو د پرله پسې خبرداري وروسته لا هم د ورښتونو په موسم کې د پراخو ځاني او مالي تلفاتو شاهدان یو.»

د هغه په خبره، د بېړنیو خدمتونو ادارو د چمتووالي نشتون د دې لامل شوی چې هر کال طبیعي ناورینونه تکرار شي او ډېری خلک د شرایطو بدلون ته کومه تمه ونه لري.

د یادونې ده چې تېر کال هم نایجریا کې د څو وروستیو لسیزو یو لوی سېلاب رامنځته شو چې له امله یې څه باندې ۱۲۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.