Language

روسیې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته د افغان نوماند سفیر د منلو یادښت وسپاره

کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولي ۱۴۰۴): په کابل کې د روسیې سفیر د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته د افغانستان د نوماند سفیر د منلو یادښت سپارلی؛ هغه هیله څرګنده کړې چې د ډیپلوماتیکې کچې په لوړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په ګڼو برخو کې پرمختګ وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره وکتل.

یاد وزارت لیکلي، په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې د اړیکو د نوي پړاو، په کازان غونډه کې د شوو تفاهماتو او د دوه اړخیزو کاري کمېټو په اړه بحثونه وشول.

خبرپاڼه کې راغلي، ژیرنوف د بهرنیو چارو وزیر ته د روسیې لپاره د افغانستان د نوماند سفیر د منلو رسمي یادښت وسپاره او هیله یې څرګنده کړه چې د ډیپلوماتیکې کچې په لوړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په ګڼو برخو کې پرمختګ وکړي.

سرچینه زیاتوي، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د روسیې له فدراسیون سره د اړیکو نوی فصل مهم وباله او هیله یې څرګنده کړه چې په دې پړاو کې به دواړه هېوادونه وتوانېږي چې په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ لا پراخې کړي.