Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اندونیزیا کې د ډبرو کان نړېدو له امله ۱۰ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د اندونیزیا په جاوا ولایت کې د ډبرو یوه کان نړېدو پېښه کې لږ تر لږه ۱۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او د نادرکو کسانو پیدا کولو لپاره هڅې اوس هم روانې دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې یاده پېښه د جمعې ورځې په سهار د جاوا ولایت د چیربون ولسوالۍ په «ګونونګ کودا» کان کې شوې ده.

په راپور کې راغلي چې د اندونیزیا د ناورین مدیریت ملي ادارې (BNPB) اعلان کړی، تر اوسه معلومه نه ده چې څومره کسان تر خاور لاندې بند پاتې دي او د ژغورونکو ډلو له لوري او له لویو ماشینونو څخه په استفادې د پلټنې عملیات تر ننه (شنبه) هم دوام لري.

د چیربون ولسوالۍ د پولیسو مشر سمارني ویلي چې په یاده پېښه کې لږ تر لږه لس کسان مړه او تر اوسه ۱۲ ټپیان له خاورو رایستل شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د خاورو او نورو احتمالي ښویېدنو د ژغورنې عملیات له ستونزو سره مخ کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.