Language

کندهار کې څلور اورلګېدنې؛ دوه کسان ژوبل شوي او له یو میلیون ډېر مالي زیان اوښتی

کندهار (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴): د کندهار امنیه قومانداني وايي، نن په دغه ولایت کې د څلورو جلا اورلګېدنو له امله دوه تنه برسېرن ټپیان شوي او شاوخوا یو میلیون او ۲۳۰ زره افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.
دغه څرګندونې د امنیې قومندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک خبري اژانس ته وکړې، زیاته یې کړه چې اورلګېدنې د کندهار ښار په پنځمه او اوومه ناحیه، ارغنداب او سپین بولدک ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.
د جمشید په وینا، لومړۍ دوې اورلګېدنې د استوګنې په کورونو، دریمه د تېلو په یو پمپ او څلورمه په یوه موټر کې د ویرینګ د شارټۍ له امله رامنځته شوې وې.
هغه د ټولو پېښو لامل بې احتیاطي بولي، وایې چې د اور وژنې ډلې د پر وخت رسېدو له امله د سلګونو زرو افغانیو په ارزښت د نورو احتمالي زیانونو، لکه د ودانیو، کورونو او هټیو له سوځېدو مخنیوی شوی دی.
مسوولینو یو ځل بیا له خلکو وغوښتل چې د برېښنايي وسایلو، تېلو او نورو احتمالي خطرناکو توکو په کارولو کې لازم احتیاط وکړي، تر څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.