Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې پنځو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې

پل‌علم (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴): د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د جاپان په مالي ملاتړ د دغه ولایت د مرکز پل‌علم ښار پنځو ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې او نن رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د لوګر د پوهنې ريیس مولوي عبدالرحمن حمیدي د دغو ودانیو د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د یادو پنځو ښوونځیو د ودانیو جوړولو لپاره شاوخوا ۵۰ میلیونه افغانۍ لګول شوې چې مالي لګښت یې د جاپان هېواد ورکړی دی.

هغه زیاته کړه چې دغه ودانۍ د بي‌بي عایشې (رض)، پښتون‌اباد، ده مغلان، کمال‌خېل او حاجي احمدجان ښوونځیو ته جوړې شوې دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د هر ښوونځي ودانۍ شپږ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، یوه تحویلخانه، د اوبو څاه، د لمریزې برېښنا او اوبو منظم سیسټمونه، د لاس مینځلو ځایونه، کانکرېټي کثافت‌دانۍ او ۶ غرفې تشنابونه لري.

د پوهنې د ريیس په وینا، یادو ښوونځیو پخوا ودانۍ نه لرلې او زده‌کوونکو یې له ډېرو ستونزو سره مخ وو چې د نوو ودانیو په جوړېدو سره نږدې ۵ زره زده‌کوونکو ته د زده‌کړو لازم ښوونیز چاپېریال برابر شو.

بلخوا، د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب‌الله اغا په یادو مراسمو کې وویل، د لوګر لپاره د پنځو ښوونځیو د ودانیو پرانیسته یوه مهمه لاسته‌راوړنه ده او هڅه روانه ده هغو ښوونځیو ته هم ودانۍ جوړې شي چې زده‌کوونکي یې لا هم تر شنه اسمان لاندې درس وايي.

هغه دغه راز زیاته کړه، ا.ا له بیا حاکمیت راهیسې د لوګر ولایت په ګډون په ټول هېواد کې د پوهنې برخه کې د پام وړ پرمختګونه او لاسته‌راوړنې لري.

لوګر کې په داسې حال کې پنځو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې چې د مسوولینو په وینا، اوس مهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۷۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او سل ښوونځي بیارغاونې ته اړتیا لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.