Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ای‌اوایم: له ایرانه د افغان کډوالو په زور ایستلو لړۍ چټکېدل د اندېښې وړ دي

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۴): د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ د پام وړ چټکه شوې چې دغه موضوع د اندېښنې وړ ده.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) د یوه راپور په خپرولو له هېوادونو غوښتي څو د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ودروي.

سرچینې ویلي چې د روان کال په مې میاشت کې له ایرانه ۱۵ زره او ۶۷۵ افغان کورنۍ هېواد ته راستنې شوې چې په اپریل میاشت کې د شپږ زره او ۸۷۹ راستنو شوو کورنیو په پرتله ۲.۳ برابره ډېروالی ښیي.

د راپور پربنسټ، له دې ډلې ۹۵۵ کورنۍ یوازې د روان کال د مې په ۲۹مه له ایرانه را ایستل شوې دي.

سرچینې زیاته کړې چې د روان مېلادي کال له می تر جنوري میاشتې د ۳ زره او ۲۶۶ کورنیو په ګډون، څه باندې ۴۵۰ زره افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې د می میاشتې په وروستیو کې د ایران دولت له لوري د یوې رسمې اعلامیې له مخکې لیکلي، د ۲۰۲۵ کال د جولای ۶مه، ټولو بې‌اسناده افغان کډوالو ته له ایرانه د وتلو وروستی ضرب‌الاجل ټاکل شوی دی؛ هغه موضوع چې د دغه سازمان په خبره، ښايي پر څلور میلیون افغان کډوال اغېز وکړي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان یو ځل بیا له ټولو هېوادونو غوښتي څو د افغان کډوالو د وضعیت په پام کې له نیولو پرته او د خوندي او په خپله خوښه د راستېدو د زمینې تر برابرېدو پورې، ژر تر ژره د هغوی د جبري ایستلو لړۍ ودروي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.