Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا په غزه کې د اوربند په اړه د امنیت شورا پرېکړه‌لیک وېټو کړ

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۴): د امریکا متحده ایالتونو د وېټو له حقه په استفادې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه‌لیک چې په غزه کې د اسرائيل او حماس ترمنځ د بېړني، پرته له قید او شرطه د دایمي اوربند په اړه و، رد کړی دی.

الجزیرې راپور ورکړی چې د امنیت شورا له ۱۴ غړو څځه یوازې د امریکا متحده ایالتونو د پرېکړه‌لیک د تصویب مخنیوي لپاره مخالفه رایه ورکړه.

راپور کې راغلي چې دغه پرېکړه‌لیک د امنیت شورا د لسو دایمي غړو له لوري وړاندې شوی و او د اوربند ترڅنګ یې په غزه کې د اسرائیلی بندیانو خوشي کېدو غوښتنه هم کړې وه خو د امریکا لنډمهال استازي دوروټي شیا هغه رد کړه او ویې ویل: «د اوربند او د بندیانو د خوشي کېدو ترمنځ هيڅ مستقیم تړاو نشته.»

د چین استازي فو کانګ د دې په غبرګون کې ويلي چې اسرائیل «د نړۍوالو بشري قوانینو ټولې سرې کرښې تر پښو لاندې کړې» او د یوه ځانګړي هېواد د ملاتړ له امله له حساب‌ورکولو معاف پاتې دی.

د دغه پرېکړه‌لیک له وېټو سره هم‌مهاله، د اسرائیلو بریدونه په غزه کې دوام لري او د غزې د روغتیا وزارت په وینا، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۹۵ کسان وژل شوي او څه باندې ۴۴۰ نور ټپیان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.