Language

 د پهلوانۍ ملي لوبډله په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه ایران ته لاړه

کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۴): د المپیک ملي کمېټه وایي، د هېواد د پهلوانۍ ملي لوبډلې ۱۴ لوبغاړي د ګریګورومن سبک «تختي جام» په نوم نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه نن ایران ته لاړل.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست نن پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د هېواد د پهلوانۍ ملي فدراسیون ۱۴ کسیزه ملي لوبډله د پهلوانۍ د ګریګورومن سبک «تختي جام» په نوم نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه ایران هېواد ته لاړه.

سرچینې لیکلي، دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د لسو هېوادونو لوبغاړي ګډون لري.

د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د غبرګولي په ۲۲مه د ایران په شیراز ښار کې پیلېږي چې د همدې میاشتې تر ۲۴مې به دوام ولري.