Language

تخار کې یو کس د انسان‌تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولي ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت وایي، د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې یو کس د انسان‌تښتوونکو له منګولو وژغورل شو او په تړاو یې درې کسان هم نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کس څه موده مخکې د کندوز ولایت له دشت‌ارچي ولسوالۍ څخه تښتول شوی و، انسان‌تښتوونکو د یاد کس د خوشي کولو په بدل کي، د هغه له کورنۍ څخه ٥٠ زره امریکايي ډالر غوښتي وو.

سرچينې لیکلي چې یاد کس د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې وژغورل شو او په دې تړاو درې کسان هم نیول شوي دي.

یاد وزارت لیکلي، نیول شوي کسان د پولیسو تر لومړنیو څیړنو لاندې دي او وروسته به اړوند ارګانونو ته وسپارل شي.