Language

نورستان کې هغه سیلانیان نیول شوي چې هوایي ډزې یې کړې وې

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولي ۱۴۰۴): د امرباالمعروف، نهی‌عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، په نورستان کې یې هغه ځوانان نیولي چې له وسلو سره دغه ولایت ته په چکر تللي وو او هلته یې هوايي ډزې کړې وې.

د یاد وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «هغه میلوال ځوانان چې تیره ورځ نورستان ولایت ته د اسلحو سره تللي وو، هلته یې هوایې ډزي او نوره بې نظمي ترسره کوله، د نورستان ولایت د امربالمعروف، نهي عن‌المنکراو شکایتونواوریدلو ریاست له خوا د امنیه قومندانۍ سره په ګډه هماهنګي خالي سوي (بې‌وسلې شوي) او نیول شوي دي.»

هغه لیکلي، اختر د خوشالۍ لپاره دی، نه د نورو خلکو د اذیت او له قانون څخه د سرغړونې لپاره.

دی زیاتوي: «هېچاته اجازه نشته چې خلګو ته د اذیت سبب وګرځي، منکرات ترسره کړي او بې‌نظمۍ ته لاره هواره کړي.»

هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.