Language

کولمبیا کې په چاودنو او بریدونو کې ۱۹ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د کولمبیا په سوېل لویدیځ کې د پولیسو مرکزونو ته نږدې په چاودنو او بریدونو کې د پولیسو په ګډون اووه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

الجزیرې تلویزیون تېره شپه په یوه راپور کې ویلي چې د سه شبنې په ورځ د کولمبیا په سوېل لویدیځ کې د پولیسو مرکزونو ته نږدې یو لړ چاودنو او ډزو کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي.

په راپور کې د پولیسو له قوله لیکل شوي، دا یو پلان شوی برید دی او پړه یې د «یاغیانو» په  ډلو اچولې ده.

سرچینې د پولیسو د یوه مشر له قوله لیکلي، په دغو بریدونو کې چې په موټر او موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو پر مټ ترسره شوي، د دغه هېواد په درېیم لوی ښار کالي او نږدې ښارګوټو کورینټو، ایل بورډو او جمونډي کې د پولیسو مرکزونه او د ښاروالۍ ودانې په نښه شوې دي.

پولیسو ویلي چې په دغه برید کې د دوه ملکي وګړو په ګډون اووه پولیس وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې راغلي چې سمدلاسه لا معلومه نه ده چې د دغو بریدونو تر شا د چا لاس دی خو د کولمبیا د پوځ او پولیسو ویاندویانو د دغو بریدونو مسوولیت پر FARC-EMC ډلې اچولې دی چې په سیمه کې فعالیت کوي.

دا بریدونه داسې مهال ترسره کېږي چې دوه ورځې مخکې د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماند میګویل اوریب توربي د کولمبیا په پلازمینې «بوګوټا» کې د یوې ټاکنیزې غونډې پر مهال په ډزو وویشتل شو او ټپي شو.