Language

هېلوټرسټ: افغانستان د ماینونو له ګواښ سره مخ دی، نړۍ دې مرسته ورسره وکړي

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۴): د «هېلوټرسټ» په نوم د ماين پاکۍ موسسه وایي، افغانستان د نړۍ يو له هغو هېوادونو دی چې ماينونه په کې زیات دي او دا مهال په دغه هېواد کې ۶.۴ میلیونه کسان د چاودېدونکو توکو له ګواښ سره مخ دي.

د هېلوټرسټ موسسې پر خپله اېکس‌پاڼه له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې په دغه برخه کې له افغانستانه ملاتړ وکړي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، داسې اندېښنه شته چې د ماینونو او چاودېدونکو توکو ستونزه په افغانستان کې پر یوه هېر شوي ناورین بدله شي.

یادې موسسې زیاته کړې چې دوی په افغانستان کې له ۱۹۸۸ زېږدیز کال راهيسې ۱۴۰۰ کیلومتره مربع ځمکه د ماينونو او ناچادو توکو له شتونه پاکه کړې ده.

سرچينه زیاتوي، هره مياشت په افغانستان کې شاوخوا پنځوسو کسانو ته د ماينونو او ناچادو توکو د چادونو له امله مرګ‌ژوبله اوړي چې اتیا سلنه یې ماشومان دي.