Language

 نړۍ کې څه باندې ۱۲۲ میلیونه کسان د جګړو او طبیعي پېښو له امله بې‌ځایه شوي

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنري وایي چې نړۍ کې څه باندې ۱۲۲ میلیونه کسان د جګړو او طبیعي پېښو له امله بې‌ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ نن په کلني راپور کې ویلي، د جګړې، تاوتریخوالي او ځورونو له امله د بې‌ځایه شوو خلکو شمېر په بې‌سارې توګه لوړ شوی دی.

په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۵ کال د اپریل تر پایه پورې په نړۍ کې ۱۲۲،۱ میلیون کسان په جبري توګه بې‌ځایه شوي دي چې د تېر کال په ورته وخت کې دغه شمېر ۱۲۰ میلیونه و.

سرچینې زیاته کړې چې د کډوالۍ اصلي لامل جګړې دي او په دې شمېر کې داخلي بې‌ځایه شوي کسان هم شامل دي.

بل‌خوا د ژغورنې نړۍوالې کمېټې نن په یوه راپور کې د ملګرو ملتونو له لوري د نویو شمېرو په خپرولو سره لیکلي، د ملګرو ملتونو نننۍ شمېرې د ریکارډ لوړه کچه تاییدوي چې په ټوله نړۍ کې له ۱۲۲ ملیون څخه ډېر کسان په جبري توګه بې‌ځایه شوي چې تېر کال دغه شمېر ۱۲۰ میلیون و.

د ژغورنې نړۍواله کمېټه وایي، د کډوالو او داخلي بې‌ځایه  شوو دغه شمېر کسان ډېرې د جګړو او طبیعي پېښو له امله خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي چې شمېر یې په تېرو لسو کلنو کې دوه برابره شوی دی.

په راپور کې راغلي چې ۴۰ سلنه په دغو بې‌ځایه شوو کې تر ۱۸ کلونو کم‌عمره ماشومان دي.

د دغه بنسټ د معلوماتو لمخې، د اقلیمي بدلون له امله د بې‌ځایه شويو کسانو شمېر هم ۴۵،۸ میلیون ته لوړ شوی چې تېر کال دغه شمېره ۲۶،۳ میلیونه وه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د نړۍ له ټولو جبري بې‌ځایه شوو کسانو یوه پر درېیمه برخه یوازې له څلورو جګړه‌ځپلو هېوادونو سوډان، سوریې، افغانستان او اوکراین څخه دي.