Language

کونړ کې د یوې مرمۍ چاودنې له امله دوه ماشومان ټپیان شوي

اسعداباد (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴): د کونړ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

د کونړ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ د سرکاڼو ولسوالۍ د دوسرکې په سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وویل، یاد ماشومان د څارویو په څرولو بوخت وو چې مرمۍ چاودنه پرې کړې.

دی وایي، دواړه ټپي ماشومان د درملنې لپاره د کونړ ولایت ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت په کامه ولسوالۍ کې هم د یوې مرمۍ د چاودنې له امله یوه ۱۶ کلن هلک ژوند له لاسه ورکړی و او د هغه ورور او خور ټپیان شوي وو.