Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امارات: د «بې‌پروا او ناسنجول شوو اقداماتو» له امله د ایران او اسرائیل شخړه نورو هېوادونو ته هم پراخېدای شي

کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید ال‌نهیان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د اسرائیل او ایران د شخړې هواري لپاره دې بېړني اقدامات ترسره کړي.

الجزیرې لیکلي چې شیخ عبدالله بن زاید ال‌نهیان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د ایران او اسرائیل ترمنځ د اوربند لپاره «اړین او بېړني اقدامات» ترسره کړي.

سرچینې لیکلي چې ال‌نهیان دغه‌ راز ټینګار کړی چې «د وضعیت خرابېدو او پراخو ناوړه پایلو د مخنیوي» لپاره ډیپلوماسي مهمه ده.

هغه خبرداری ورکړی چې ښايي د «بې‌پروا او ناسنجول شوو اقداماتو» له امله د ایران او اسرائیل شخړه نورو هېوادونو ته هم خپره شي.

د هغه په خبره، مخکې له دې چې وضعیت له کنټروله ووځي، باید د شخړې پای ته رسولو لپاره بېړني اقدامونه ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.