Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني په ناور کې د څرځای پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی

غزني‌ښار (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې د کوچیانو او د سیمې اوسېدونکو ترمنځ د څرځای پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی دی.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه د ناور ولسوالۍ په برجګي تیختي کلي کې د کوچیانو او د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ د څرځای پر سر شوې چې یو کس په کې وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه، وژل شوی کس د هزاره قوم اړوند دی او امنیتي ځواکونو په دې اړه درې کوچیان له وسلو سره نیولي دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، نیول شوي کسان به له څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

د یادونې ده، په غزني ولایت کې له دې مخکې څو ځلې د کوچیانو او هزاره قومونو ترمنځ د څرځایونو پر سر شخړې رامنځته شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.