Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې لسو ښوونځیو ته نوې جوړې شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۴): د پوهنې وزارت وايي چې په غزني ولایت کې لسو ښوونځیو ته نوې جوړې شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او په میدان‌وردګو کې د یوه ښوونځي د ودانۍ د بیارغونې چارې بشپړې شوې.

د پوهنې وزارت ویاند قاري منصوراحمد حمزه نن (پنج‌شنبه، د چنګاښ ۵مه) پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، په غزني ولایت کې د لسو ښوونځیو نوې ودانۍ چې د ۱۱۰ میلیون افغانیو په لګښت په اساسي او پاخه ډول جوړې شوې، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

سرچینې لیکلي، د یاد ولایت په اب‌بند، ګیلان او اجرستان ولسوالیو کې د یادو ښوونځیو د نوو ودانیو ګټې اخیستنې ته په سپارل کېدو سره د زده‌کوونکو لپاره خوندي او امن چاپېریال برابر شو.

هغه دغه‌راز ویلي چې د هېواد د «ای‌اېچ‌اېچ» خیریه بنسټ په مالي همکارۍ د ۱۲۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د میدان‌وردګو په جغتو ولسوالۍ کې د غازي محمدجان خان عالي لېسې ودانۍ بیاورغول شوه.

سرچینې لیکلي چې یاده ودانۍ له بیارغونې وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.