کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په مسکو کې د یوه کس له خوا د سخت ټپي شوي افغان ماشوم قضیه یې له نږدې څېړلې، د ماشوم له کورنۍ سره یې نغدي مرسته کړې او دا موضوع تعقیبوي.
د راپورونو له مخې، د ولادیمیر ویتکوف په نوم یوه ۳۱ کلن بلاروسي وګړي پرون (چهارشنبه، د چنګاښ ۴مه) د یزدان په نوم پر یوه افغان ماشوم د مسکو په شرمتیو هوايي ډګر کې برید وکړ.
د امنیتي کامرو ویډیویي انځورونه ښیي چې ویتکوف ماشوم راپورته کوي او په ډېر شدت یې پر ځمکه وهي. راپورونه ښیي چې ماشوم د سر او ملا برخو کې سخته صدمه لیدلې او اوس د کوما په حالت کې دی.
د راپورونو له مخې، ویتکوف له برید وروسته نیول شوی او د پوښتنو پر مهال یې ویلي: «هڅه مې وکړه ماشوم ووژنم.»
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمدضیا تکل پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه وزارت له یادې پېښې وروسته په مسکو کې د افغانستان سفارت ته هدایت وکړ چې د ماشوم پوښتنه وکړي، دا قضیه وپلټي او تعقیب یې کړي.
د هغه په وینا، وروسته په مسکو کې د افغانستان سفارت ډیپلوماتانو دغه ماشوم له نږدې ولید او د ماشوم له کورنۍ سره یې نغدي مرسته وکړه.
هغه وایي چې د ماشوم وضعیت اوس ښه دی او له خطره وتلی دی.
تکل وویل چې «مجرم» نیول شوی او د هغه دغه جنايي قضیه تر تعقیب لاندې ده.
د نوموړي په خبره چې د بهرنیو چارو وزارت له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي، څو د ماشوم درملنه وشي او قضیه یې وڅېړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP