Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هند د دفاع وزیر: د افغانستان د سولې او ثبات د ملاتړ برخه کې تل ثابت‌قدمه پاتې شوي یو

کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۴): د هند د دفاع وزیر د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) په ناسته کې یو ځل بیا په افغانستان کې له سولې، امنیت او ثبات څخه د خپل هېواد پرېکنده ملاتړ اعلان کړی او ټینګار یې کړی چې هېواد یې د افغانستان د پرمختګ تر ټولو لوی سیمه‌ییز شریک دی.

د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ چې نن یې د چین په «چینګ‌دایو» ښار کې د شانګهای همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو ناسته کې خبرې کولې، یو ځل بیا په افغانستان کې له سولې، امنیت او ثبات څخه د خپل هېواد پرېکنده ملاتړ اعلان کړ.

هغه وویل: «هند تل په خپل سیاست کې د افغانستان له سولې، امنیت او ثبات څخه په ملاتړ کې ثابت‌قدم او هوډمن پاتې شوی؛ په افغانستان کې زموږ بېړني لومړیتوبونه د دغه هېواد د خلکو لپاره د بشري مرستو برابرول او د دغه هېواد په پرمختیايي اړتیاوو کې برخه اخیستل دي؛ په سیمه کې د افغانستان د تر ټولو لوی شریک په توګه، هند د دغه هېواد د خلکو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرامونو پلې کولو ته دوام ورکوي.»

سینګ په خپلو خبرو کې د هند پر تمدني ارزښتونو او نړۍوال لیدلوري د ټینګار ترڅنګ وویل چې دغه هېواد د همکارۍ له لارې له ګډو ننګونو سره د مبارزې لپاره د نړۍوالې اجماع جوړېدو لپاره هڅه کوي او د تروریزم، سایبري بریدونو او ترکیبي جګړو په ګډون یې له پولو ورهاخوا ګواښونو ته د ګډ ځواب پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د هند د دفاع وزیر د شانګهای همکاريو سازمانو غړو ترمنځ د لا ډېر یووالي غوښتنه کړې او په سیمه کې یې د سولې او ثبات تامینېدو لپاره د لا پراخو همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.