Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جوزجان کې یوه پلار او زوی د فاضلابو یوې څاه ته لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی

شبرغان (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۴): د جوزجان سیمه‌ییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په اقچه ولسوالۍ کې یو پلار او دوه زامن یې د فاضلابو یوې څاه ته لوېدلي چې له امله یې پلار او یوه زوی ژوند له لاسه ورکړی او بل زوی یې سخت ټپي شوی دی.

د جوزجان د امنیه قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي وايي، تېره ورځ مازیګر مهال د دغه ولایت د اقچې ولسوالۍ د بوري‌خواجه ګذر په مربوطاتو کې یو پلار او ځوان زوی یې په یو کور کې د فاضلابو یوې څاه کې د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی او بل زوی یې سخت ټپي شوی دی.

هغه زیاته کړه، دوو زامنو د خپل پلار د ژغورلو لپاره ځانونه د فاضلابو یوې څاه ته ورغورځولي چې د خپل پلار په ګډون یوه یې خپل ژوند له لاسه ورکړ او بل سخت ټپي شو.

حلیمي وویل، ټپي کس د جوزجان ولایتي روغتون ته لېږدول شوی او روغتیايي وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.