کابل (پژواک، ۶ چنګاش ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق اعلان کړی چې ناروې له افغانستان سره ۴.۲۵ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي امانۍ صندوق نن (جمعه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلی، دغه مرسته به د حیاتي خدمتونو او اوږدمهاله ملاتړ لپاره، هغو ځایونو کې چې تر ټولو ډېر ارزښت لري، ولګول شي.
دغه اندازه نغدي مرسته ۴۲ میلیون کرون کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق خبر ورکړی و چې ډنمارک له دغه صندوق سره ۵۰ میلیون کرون چې ۶.۹ میلیون ډالره کېږي، مرسته کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP