کندهار (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۴): د کندهار امنیه قومانداني وايي، د دې ولایت د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یوه ۲۴ کلن ځوان ځانوژنه کړې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک خبري اژانس ته وویل، دا پېښه نن غرمه مهال د کندهار ښار د نهمېامنیتي حوزې اړوند د ډبرو له پله سره شوې ده.
هغه زیاته کړه چې یاد کس فدا محمد نومېده او په خپل کور کې یې ځان ځړولی.
جمشید وویل، په دې اړه څېړنې روانې دي، خو د پېښې لامل لا تر اوسه معلوم نه دی.
فدا محمد نن غرمه پر خپله فېسبوکپاڼه د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي: «بښنه به سره کوو، د الله په امان.»
د هغه یو ملګری سراجالحق وایي، له فدا محمده یې د داسې کار تمه نه درلوده او دی نه پوهېږي چې ولې یې ځانوژنه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP