Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

شمالي وزیرستان کې چاودنې ۱۳ پاکستانې پوځیان وژلي

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه موټر د چاودنې له امله ۱۳ پوځیان وژل شوي او د لسو سرتېرو په ګډون ۲۴ نور کسان ټپیان دي.

د مشال راډیو د راپور له مخې، دغه چاودنه د شمالي وزیرستان په «میرلي» سیمه کې شوې ده.

راپور کې راغلي: «ځانمرګی بریدګر په سراچه موټر کې سپور و او خپل له باروتو ډک دغه موټر یې د پوځ له ګاډي سره جنګولی دی.»

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې ۱۳ پوځیان وژل شوي، لس سرتېري او ۱۴ ملکي کسان ټپیان شوي دي.

راپور زیاتوي، دا چې چاودنه ډېره زوروره وه، د نږدې کورونو چتونه هم لوېدلي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ ملکي کسان هم ټپیان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.